د راپورونو له مخې وسلهوالو کسانو پرون د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د سیلانیانو پر یوه ډله برید کړی دی. سرچینې وایي، چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۶ سیلانیان وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان دي. دا په روان کال کې پر ملکیانو تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي چې د سعودي عربستان په سفر بوخت دی، دغه برید یو ناوړه عمل بللی او ژمنه یې کړې، چې برید کوونکي به د انصاف محکمې ته راولي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا څانګې هم پر خپلې ایکسپاڼې د هند تر ولکې لاندې کشمیر ایالت کې پر سیلانیانو ډزې یو ترهګریز او نه بښونکی عمل بللی دی.