د نورستان ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په منډول ولسوالۍ کې د ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۸ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره یادې پروژې د یونپس مؤسسې له خوا د خوړو نړیوال سازمان په تخنیکي همکارۍ او د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر څار لاندې پلې کېږي. مسوولین زیاتوي چې په یادو پروژو کې د سړکونو او کانالونو جوړول شامل دي او په پيل سره یې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. په ورته وخت کې د یاد ولایت ځایي چارواکو ډاډ ورکړی، چې د نورستان لپاره به نورې پرمختیايي پروژې هم راجلب کړي.