د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګو جيا کون د اپرېل په ۲۲مه نېټه اعلان کړی، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يې په بلنه به د ايران د بهرنیو چارو وزیر سيد عباس عراقچي د اپرېل په ۲۳مه نېټه چين ته سفر وکړي.
وياند ګو جيا کون ویلي، دواړه خواوې به د چين او ايران تر منځ د ذات البيني اړيکو او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه یيزو تودو مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړي. هغه باور څرګند کړ، چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو د مشرانو د مهمو ګډو موافقو د عملي کولو، د دواړو هېوادونو د متقابل باور د ټينګښت، په بېلا بېلو ساحو کې د دوه اړخيزو همکاريو پياوړتيا او په ګډه د څو اړخيزم ساتنې لپاره ستر اهميت ولري.