د اپریل ۲۳مه، چې د کتاب له نړیوالې ورځې سره برابره ده، په کابل کې د ګڼو کتاب پلورنځیو لخوا د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه. د دې ورځې په مناسبت، اکسوس کتاب پلورنځي د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریالې، غوټۍ، له لوري لیکل شوی کتاب “د غوټۍ کوچنی ټولګی“ په وړیا ډول له ماشومانو سره شریک کړ.
یاد کتاب چې د طبیعت، اوبو، اقلیم او چاپېریال په اړه معلومات وړاندې کوي، د ماشومانو له تود هرکلي سره مخ شو. د کتاب وېش برخهوالو دا یو مهم ګام وباله، چې نه یوازې د ماشومانو د علمي پوهاوي لپاره ګټور دی، بلکې د چین او افغانستان ترمنځ د کلتوري اړیکو د پیاوړتیا یوه بله بېلګه هم ده.
د یادونې وړ ده، چې د یادې لیکوالې تر دې مخکې یو بل کتاب “د دوستۍ کړکۍ“ هم چاپ شوی و چې د لوستونکو له تاوده هرکلي سره مخ شوی و.