د راپورونو له مخې د اوکراین په پلازمېنه کییف تېره شپه د روسیې لخوا د راکټي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۵۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو نن سهار، په ټیلیګرام کې لیکلي چې په دې بریدونو کې ۲ کسان وژل شوي او ۵۴ نور ټپیان دي. نوموړي دا هم ویلي، چې د استوګنې د یوې ودانۍ اوسیدونکي د کنډوالو لاندې بند پاتې دي او ودانۍ اور اخیستی دی. روسیې تېره شپه پر اوکراین خپلو راکټي بریدونو ته دوام ورکړ، دقیقا څو ساعته وروسته له هغه چې چارواکو وویل د اوکراین د شخړې د حل په لور پرمختګ شوی دی.