د پاکستان د کورنیو او قبایلي چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ د تورخم له لارې ۲۲۹۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. د یاد وزارت لهخوا په خپرو شویو شمېرو کې راغلي، چې له دې ډلې ۷۲۷ کډوالو د اې سي سي کارتونه لرل او ۱۵۷۱ تنه کډوال بیا بې اسناده وو. یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې له پاکستان نه د افغان کډوالو د اېستلو په دویم پړاو کې په ټولیزه توګه ۲۷۷۲۸ د اې سي سي کارت لرونکي او ۱۸۵۱۶ بې اسناده کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. سرچینې زیاته کړې، چې د شمېرو له مخې، یوازې له پېښوره په ټولیزه توګه ۴۶۲۴۴ کډوال او له پنجاب څخه بیا تر ۱۱ زرو ډېر کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.