د چين ولسمشر شي جين پينګ د اپريل د ۲۴مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د کينيا له ولسمشر ويليام روتو سره وکتل.
دواړو مشرانو موافقه وکړه چې دوه اړخيزې اړيکې په نوې زمانه کې د ګډ برخليک لرونکې ټولنې اړیکو ته لوړې کړي.
شي جين پينګ دې ته په اشارې سره، چې چين او کينيا د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۶۲ کلونو راهيسې تل يو د بل درناوی او ملاتړ کړی زیاته کړه چې په نوې زمانه کې د چین او کینیا دوه اړخیزې اړیکې د ګډ برخليک ټولنې اړیکو ته لوړول د دواړو اړخونو یو ستراتیژیک انتخاب دی.
هغه دغه راز وویل چې چين غواړي له کينيا سره یو ځای ((په نوې زمانه کې د چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنې)) په چوکاټ کې يوه ښه نمونه جوړه کړي، د چين او افريقا تر منځ اړيکو د پراختيا او د ټولې نړۍ په يووالي او همکارۍ کې مثبت رول ولوبوي.
د کینیا ولسمشر روتو هم ویلي چې هېواد يې په کلکه د يو چين پېژندنې اصل ته غاړه ږدي او تايوان د چين يوه نه بېلېدونکې برخه ده. کینیا غواړي له چین سره د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو، په هر اړخيز ډول د دواړو هېوادونو د اقتصادي او ټولنیزو ستراتیژيو د همغږۍ او د سوداګرۍ، زېربیناوو، علمي او ټکنالوژيکي په برخو کې د پانګونې په شمول مختلفو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ پیاوړې کړي.
دواړو خواوو ((په نوې زمانه کې د چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنې د نمونې د جوړولو ګډه اعلاميه)) خپره کړه.