د مصالحې عالي شورا له رامنځته کېدو پنځه میاشتې تیریږي خو لا هم ددغه شورا رهبرۍ تشکیل او د جوړښت په هکله مسایل نه دي وروستي شوي. سرچینې وايي، چې تر اوسه ارګ د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ د تشکیل لپاره بودجه هم نه ده ځانګړې کړې او ددغه شورا طرحه هم نه ده رسنیزه شوې. ځینې په دې باور دي چې د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ شورا تشکیل له قطر څخه د مرکچي پلاوي تر راتګ پورې ځنډول شوی دی. د مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي، چې د رهبرۍ شورا په تشکیل کار روان دی او ډېر ژر به یې چارې بشپړې شي. تر دې مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ د غړو تشکیل اعلان کړ خو د مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله رد کړ.