د متحدو ايالتونو د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ ټاکل کېدل د دې څرګنده نښه ده چې امريکايان له معمول کاروباره په بشپړ ډول خوښ نه وو. د ټرمپ شهرت طلبه مزاج او دغه راز په امريکا کې د کار د څرنګوالي د بدلون په تړاو د هغه ژمنې ډيری امريکايانو، ان د نيلي رنګ کارکوونکو ته په زړه پورې وې.
په تېرو څو لسيزو کې د امريکا په اقتصاد کې رامنځته شوې ويجاړتيا د رايه ورکوونکو لپاره بنيادي مسئله وه. ټرمپ د دې هر څه لامل سوداګريزه ناانډولي بلله او ګواښ یې کاوه چې د ځينو هېوادونو، په ځانګړي ډول د چين پر وارداتي توکو به درنې تعرفې ولګوي.
د ټرمپ اداره پر دې نه پوهيږي چې په متحدو ايالتونو کې د توليد د کمزورتیا اساسي او بنيادي لامل دوی پخپله دي.
ځيني اقتصادپوهان لکه ډيويډ ډالر دې مسئلې ته په اشارې سره وايي چې د خپلکارۍ او اتومات کېدلو ډيريدل د ګڼ شمېر دندو د له منځه وړلو سبب شوي دي. خو د امريکايي توليداتو د کمښت اصلي لاملونه په هغو بدلونونو کې چې د ولسمشر جان اېف کېنيډي تر وژل کېدو وروسته رامنځته شوي، لټول کېدای شي.
سپوږمۍ ته د يوه سړي د لېږلو په تړاو د کېنيډي پرېکړې د متحدو ايالتونو اقتصاد ته د اړتيا وړ علمي عامل برابر کړ. په پایله کې په توليداتو، اقتصاد ته د نوې ټکنالوژۍ په معرفي کېدو او د دندو په شمېر کې د پام وړ ډيروالی راغی.
په ورته مهال، د ساينس، ټکنالوژۍ، انجنيرۍ او رياضياتو پر زده کړو د پام وړ تمرکز وشو څو ځوان ساينس پوهان او انجنيران د نوي فضايي زمانې لپاره چمتو شي. د کېنيډي په فکر، دا د نويو پولو د را سپړلو پيل و. د کېنيډي تر ترور کېدو او په ويتنام کې له ناورين وروسته دا لېوالتيا مړه شوه او د فضايي علومو عواملو تحرک بايلود.
د مالتوس د صفر ودې غورځنګ هم په ۱۹۷۰يمو کلونو کې وده وکړه. دغه غورځنګ ادعا کوله چې انسانان هغه پرازيټ دي چې طبيعت ويجاړوي او په وينا یې چې د انسانانو فعاليتونه بايد کم شي څو طبيعت پر خپل حال پاتې شي.
امريکايي اقتصاد له دې فلسفې په لوړه کچه خوندي پاتې شو، ځکه امريکايي ډالر دومره پياوړی و چې د اسعارو د پشتوانې په توګه منل کېدو. متحدو ايالتونو په خورا اسانۍ سره له نورو هېوادونو د اړتيا وړ توکي پېرلی شوای.
پر امريکايي صنايعو د بيا پانګونې او د امريکايي کارګرانو د مهارتونو پر لوړولو د تمرکز پر ځای، امريکايي تصديو لنډمهالو ګټو ته لومړيتوب ورکړ او په هغو هېوادونو کې یې د کارخونو پرانيستلو ته مخه کړه چې کارګرانو ته پکې له نړيوال اوسط لږ مزد ورکول کېده.
د ټرمپ د ادارې د تعرفو جګړه به د امريکا اقتصاد ته نه جبرانېدونکي زيانونه واړوي. له چين سره د متحدو ايالتونو د سوداګريزې ناانډولۍ لامل، چين ته د امريکايي توکو پر صادراتو درانه محدوديتونه دي.
چين نور بېوزله هېواد نه دی. دغه هېواد له متحدو ايالتونو سره د ښو اړيکو ساتلو په موخه امريکايي سويابين او بويېنګ اخلي، په داسې حال کې چې چين دا توکي تر دې په لا لوړ کيفيت په کور د ننه هم توليدولی شي. په ورته مهال د امريکا متحد ايالتونه د لوړې ټکنالوژۍ په ځينو برخو کې لوړ لاس لري. متحد ايالتونه نه غواړي چې چين ترې ياد توکي وپېري، ځکه په دې سره د چين د ټکنالوژۍ کچه لوړيږي او متحد ايالتونه دا نه غواړي.
له چين سره د تعرفو جګړې ته د ټرمپ لېوالتيا او د ناسا او ځينو مهمو تحقيقاتي پوهنتونونو په ګډون د امريکا پر دولتي علمي ادارو د بودجې کمول او دغه راز د امريکا د پوهنې وزارت د لغوه کولو هڅې د دغه هېواد اقتصاد له ژور رکود سره مخ کولی شي.
موږ کولی شو چې له چين سره د مقابلې پر ځای له چين سره د همکاريو له لارې د متحدو ايالتونو اقتصاد په چټکۍ سره بيا احيا کړو. فکر وکړئ چې په امريکا کې به د ساينس او ټکنالوژۍ سکټورونه له هغو چيني محصلينو څومره ګټه ترلاسه کړي چې په امريکايي پوهنتونونو کې زده کړې کوي. د دوی له ډلې به ډېر تر زده کړو وروسته په متحدو ايالتونو کې پاتې شي او د دغه هېواد له سوکالۍ سره به مرسته وکړي.
ايا غوره به نه وي چې د امريکا د شته ورستې ريلي شبکې د نوي کولو لپاره د چټک اورګاډي شبکې په رامنځته کولو کې د چين له تخصص څخه استفاده وشي. که غواړو چې فضا د نوي علمي محرک په توګه ومنو نو ولې بايد له چين سره، چې په دې برخه کې یې د پام وړ وړتيا ښودلې، همکاري ونه کړو؟
په متحدو ایالتونو کې د توليد کمزورتیا د دوی له خپله لاسه دی. که د ټرمپ اداره د امريکا د عظمت په بيا راستنولو کې رښتينې وي د نورو د ملامتولو پر ځای بايد همکاريو ته مخه کړي.