د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې سازمان «ایف اې او» له رییس ریچارډ ټرېنچارد سره په کتنه کې؛ د اقلیمي بدلون او چاپېریالي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي. د یادې ادارې د مالوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې مولوي مطیع الحق خالص، په افغانستان کې د «ایف اې او» سازمان د کارونو ستاینه کړې او د یاد سازمان له رییس څخه یې غوښتنه کړې چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د سفرونو د تنظیم په برخه کې د مالي امکاناتو برابرولو او په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې سند (NDC-3) چمتو کولو په برخه کې مالي او تخنیکي مرسته وکړي. د «ایف اې او» رییس هم، ژمنه کړې چې دغه سازمان له اقلیمي بدلون سره د مبارزې او تخنیکي برخه کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ملاتړ کوي او د یادې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او په ملي کچه د ټاکل شوې وندې سند د چمتو کولو په برخه کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.