د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره درېیم پړاو مذاکراتو ته په اشارې سره ویلي، چې خبرې اترې ډېرې ښې روانې دي. ترمپ زیاته کړې، ښایي پرته له دې چې بمباریو ته اړ شو له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږو. ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کوي، چې نیویارک ټایمز تېره ورځ د یوه امریکایي چارواکي له قوله راپور ورکړ، چې ایران او امریکا د شنبې په ورځ مذاکرات وکړل، خو هېڅ یوې هوکړې ته و نه رسېدل. نیویارک ټایمز دغه راز د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي له قوله زیاته کړې، چې د مذاکراتو راتلونکی پړاو به په اروپا کې وشي او عمان به هم د تسهیل کوونکي رول ولري.