د افغانستان له سرپرست حکومت سره د سیمې د هېوادونو له وروستیو تعاملاتو داسې ښکاري چې دغه حکومت له نړیوالې انزوا څخه د خلاصېدو او د سالمو اقتصادي اړیکو د جوړېدو پر یوه مرکز د بدلېدو پر لور ګام پورته کوي.
یوازې د څو ورستیو ورځو خبرونو ته وګورو نو وینو چې دغه اړیکې په ښه لوري روانې دي.
د روسيې له خوا په دې وروستیو کې د ممنوعه ډلو له لیسته د طالبانو لرې کېدل، له چین، ایران، مرکزي آسیا او منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي او سیاسي اړیکو د زیاتېدو په اړه له خبرونو داسې ښکاري چې افغانستان نور له نړیوالې انزوا څخه د وتلو او پر سالم مسیر د تګ په حال کې دی او اټکل کېږي چې دا به د سرپرست حکومت په اړه د نړۍ د هېوادونو په تېره بیا د سترو هېوادونو په سیاستونو کې د بدلون پيلامه شي او ترې ښکاري چې روسیه غواړي له سرپرست حکومت سره نویو تعاملاتو په ځانګړې توګه معادنو په استخراج کې همکارۍ او اړیکو جوړولو ته ځان چمتو کوي.
روسيې سترې محکمې د اپريل په ۱۷مه نېټه اعلان وکړ چې نور طالبان د دوی له ممنوعه لیست څخه ایستل شوي دي.
د دغه هېواد د سترې محکمې قاضي اولګ نفدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: « هغه ممنوعیت چې پخوا د طالبانو پر فعالیت لګېدلی و او هغوی د روسيې فډرال د ترهګرو سازمانونو په لیست کې شامل کړي وو، اوس لغوه شوی او دا پرېکړه سملاسي د اجرا وړ ده.»
د روسيې تاس خبري آژانس د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمير کابلوف له قوله ویلي چې روسیه او افغانستان به د اړیکو په پراخولو کې لا ډېر ګامونه پورته کړي.
کابلوف دغه راز ویلي چې د کازان فورم په څنډه کې به د روسيې او افغانستان ترمنځ یوه لویه غونډه هم ترسره شي چې د روسيې د لومړي وزیر د مرستیال الکسي اویرچوک په مشرۍ به یو پلاوی د افغانستان د سرپرست حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې وکړي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ژومانګارين د غوايي یا ثور په لومړۍ نېټه د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی.
ده د خپل سفر موخه په کابل کې د قزاقي توکو د نندارتون ترڅنګ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د تورغنډۍ-هرات اوسپنې پټلۍ پر ليکه د ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګونه یاده کړې ده.
ده ویلي چې هېواد يې غواړي د افغانستان هرات ولايت کې د ټرانسپورټ او لوجسټيک مرکز جوړ کړي.
په عین وخت کې د سرپرست حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی چې د یاد وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري د چین د ولسي جمهوریت له یو لوړپوړي دولتي پلاوي او د یاد هېواد د خصوصي سکتور له استازو سره په کابل کې وکتل.
خبرپاڼه کاږي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو همکاریو، پانګونې او د چین د تجربو د شریکولو په اړه خبرې وشوې.
خبرپاڼه کې راغلي، د چین پلاوي د دغه هېواد د خصوصي سکټور لهخوا په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې که د ځمکو کرایه، اسانتیاوې او نور شرایط برابر شي نو دوی به خپلې عملي پروژې پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اعلان وکړ چې د تجارتي اړیکو پراختیا او د خلکو اړتیاوو ته په پام سره اړتیا لیدل کېده چې د افغانستان او چین ترمنځ پروازونه زیات شي.
ده ویلي چې له دې مخکې د کابل او د چین د ارومچي ترمنځ په اوونۍ کې یو پرواز و خو له دې وروسته به په اوونۍ کې دوه پروازونه ترسره کېږي.
دغه راز د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمدنعیم وردګ هم په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد يې د چین په شمول له ټولې نړۍ سره د خپلو کټو او ارزښتونو په رڼا کې له ټولې نړۍ سره مثبتې او ښې اړیکې غواړي.
کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ هم د افغانستان او چین اړیکې ښې بللې او ویلي يې دي چې هېواد يې تېر کال د افغانستان پر تولیداتو ګمرکي تعرفې صفر کړې او دا اقدام يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پيلامه وبلله.
د ایران رسنیو هم خبر ورکړی چې په کابل کې د دغه هېواد سفیر علی رضا بیکدلي د افغانستان د سرپرت حکومت د کرنې وزارت له مرستیال صدراعظم عثماني سره لیدلي او دواړو لوریو د کرنې، تجارت او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
لنډه دا چې که په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د سرپرست حکومت نړیوالو اړیکو ته وګورو نو له مرکزي آسیا او منځني ختیځ هېوادونو په شمول ګاونډيو او سیمې له هېوادونو سره مثبتې روانې دي او پورته ذکر شوي موارد يې د تایید ښه ثبوت دی.