د بلخ ولايت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د روسیې هېواد یو شمېر سوداګرو د انتیکو ګروپ پراختيايي افغاني شرکت سره په ګډه همغږۍ د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د نفتي موادو استخراج کارخونې جوړولو ته لیوالتیا ښودلې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې د یاد ولایت مرستیال والي له دغو روسي سوداګرو سره په کتنه کې له اړوندو سکټوري اداراتو سره په ګډه همغږۍ د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی دی. په ورته وخت کې له روسیې هېواد څخه راغلو سوداګرو په دې کتنه کې ویلي، چې موږ غواړو په یاد ولایت کې له یوې منظمې سروې وروسته د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د نفتي توکو د استخراج په برخو کې کارخونه جوړکړو چې په همدې موخه دغه ولایت د جغرافیايي او استراتيژیک موقعیت په درلودلو سره مناسب ځای ګنل کېږي.