د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د اپريل په ۲۸مه نېټه يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې هېواد يې د ايران په شهيد رجايي بندر کې د چاودنې له امله رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه ژوره خواخوږي څرګنده کړې.
ده ویلي چې چین د ايران له دولت سره د خواخوږۍ تر څنګ د قربانيانو خپلوانو ته د تسليت مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته يې د ژر رغېدو هيله ښودلې ده.
د خبر له مخې، د ايران په شهيد رجايي بندر کې د اپريل په ۲۶مه نېټه چاودنه وشوه او له امله يې ۴۰ کسان مړه شوي اوله زرو ډېر کسان ټپيان شوي دي.