د ۲۰۲۴م کال د چاپيريال د ساتنې د حالت او د اړوندې موخې د تر سره کېدو په تړاو د چين د دولتي شورا راپور د اپرېل په ۲۷مه نېټه د هېواد د څوارلسم ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې پنځلسمې غونډې ته وړاندې شوی دی. راپور ښيي چې تېر کال د چين ايکولوژيکي چاپيريال لا ښه شوی دی.
د چین د چاپيريال ساتنې وزير هوانګ ژون چيو ويلي چې تېر کال د هېواد هوا لا ښه شوې او د ککړو ورځو شمېر په ښکاره توګه کم شوی او د ځمکې د پاسه، تر ځمکې لاندې او سمندر اوبو پاکوالي ته زیاته پاملرنه شوې ده.