د چين د کارګرو ټولنو سراسري فدراسیون د جوړېدو د سل کلنۍ اوغوره کارکوونکو ستاينغونډه د اپرېل په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئیس شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون او وينا وکړه.
شي جين پينګ په خپله وينا کې غوښتنه وکړه، چې د نوې زمانې لپاره دې په نوي مزل کې د ګوند د مرکزي دندو په محور د کارګرو او خلکو ستر قوت سره یو ځای او د عملي اقداماتو، زحمتکښو هڅو او خدمتونو له لارې قدم په قدم د چيني ملت د سترې بيا سمسورتيا نقشه تر سره شي.