د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اپرېل د ۲۸مې نېټې په سهار يوه خبري ناسته کې تر سره کړه. د دغه هېواد د زياتو وزارتونو او څانګو مسوولينو په دغه ناسته کې خبريالانو ته د روزګار او اقتصادي ودې د تاضمين په پار د تدبيرونو د تطبيق معلومات ورکړل او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د سږنيو موخو د بشپړولو په اړه يې پوره باور وښود.
د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې مسوول جاون چن شين وويل، چې د روزګارۍ او اقتصادي ودې د تاضمين او د باکيفيته پرمختګ د هڅونې لپاره د کار د بازار ملاتړ، د بهرنۍ سوداګرۍ د ثبات، د مصارفو د تحريک، د اغېزمنو پانګونو د زياتوالي او د سالم پرمختګ د ښه چاپيريال جوړونې په شمول د ۵ برخو تدبيرونه د عملي کېدو په حال کې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د امريکا له لوري تش په نوم «بالمثله تعرفې» له اقتصادي اصولو څخه څرګده سرغړونه او د يو اړخيز تسلط دی او د نړيوالې سوداګرۍ اصولو ، نظم او د بېلا بېلو هېوادونو حقونو ته زيانونه رسوي.
ده ویلي چې دغه کړنه به خامخا ناکمه شي.