د چين د انساني سرچينې او ټولنيز ضمانت وزارت مرستيال يو جيا دونګ د اپرېل په ۲۸مه نېټه د دغه هېواد د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په خبري ناسته کې وويل، چې د سږکال په لومړۍ ربعه کې په چين کې د روزګار عمومي وضعيت ثابت ساتل شوی او په ښارونو او علاقه داريو کې د نويو ګمارل شويو کسانو شمېر ۳ ميليونو او ۸۰ زرو تنو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۰ زره تنه زيات شوي.
نوموړي زياته کړې، چې د اقتصاد د ښه والي بنسټ بايد لا کلک شي. د ده په خبره، د بهرني چاپيريال منفي اغېزې د زياتېدو په حال کې دی او د امريکا له لوري تعرفې مخ پر لوړېدو دي، نو ځکه د چين د بهرنۍ سوداګرۍ ځينې تصدۍ له ستونزو سره مخ دي او د ځينو کارکوونکو پر دندو يې منفي اغیزه کړې او د کار عمومي بازار تر سخت فشار لاندې دی.