د چين د کډوالو ملي ادارې د اپرېل په ۲۸مه نېټه ویلي چې اټکل کېږي د کارګرو نړيوالې ورځې په ۵ ورځنۍ رخصتۍ کې به په دغه هېواد کې هره ورځ د تلو راتلو اوسط شمېر د تېر کال د همدې رخصتۍ په پرتله ۲۷٪ زياتوالی راشي او دغه شمېر به ۲ ميليونو او ۱۵۰ زرو ته ورسيږي.
نوموړې ادارې د دغه هېواد د سرحدي نظارت له ارګانونو څخه غوښتي، چېد تللو او راغلو مسافرينو شمېر او د بندرونو وضعيت وڅاري، پر وخت اړوند معلومات خپاره کړي، د مسافرينو د څپې د رارسېدو پر وړاندې د لارښوونکو چارو او ټرانسپورټي خونديتوب لپاره له نورو ارګانونو سره همغږي پياوړې کړي، تر څو د بندرونو او ګمرکاتو چارې په خونديتوب او لوړ مؤثريت تر سره شي.