د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د پاکستان له زندانونو ۲۹ افغان کډوال خوشې شوي دي. په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې دغه کسان پرون د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. د مسوولینو په خبره دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر درېیو ورځو پورې یې په زندان کې تېرې کړې وې. دا په داسې حال کې ده، چې په تېره یوه اونۍ کې سلګونه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي. بلخوا، له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو بهیر دوام لري او تر دې مهاله له یوې میاشتې په کمه موده کې له ۱۲۰زرو ډیر کسان اېستل شوي دي.