د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوه جیا کون د اپریل په ۲۸مه نېټه وویل، د مې لومړۍ نېټه د کارګرو نړیواله ورځ ده او بېجینګ په دې رخصتیو کې ډېرو زیاتو بهرنیو دوستانو ته خپل هېواد ته د راتګ بلنه ورکوي او هرکلی يې کوي.
هغه زیاته کړې چې بهرني دوستان د سیلانیزو خوندونو اخیستلو تر څنګ زیات چیني محصولات هم اخیستلی شي.
په دې وروستیو کې له ویزې پرته چین ته د سفر اسانتیا پر بنسټ د بهرنیو سیلانیانو د وتلو په وخت کې د توکو مالیې د لغوه کېدو تګلارو په پلې کولو سره، چین لا ډېر بهرني سیلانیان راجلبوي. ده ویلي چې د مې لومړۍ نېټې رخصتۍ لپاره چین ته د راتلو سپارښتنو شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱۷۳ سلنه زیات شوی.
ښاغلي ګوه جیا کون وویل، د چین سیلانیزې چارې جلبونکې دي، او په چین کې د محصولاتو اخیستلو څپه هم رامنځته شوې، ترې ښکاري چې د چین بازار له خوځنده ځواک ډک دی.