د چین د نړیوالې راډیو د خبر له مخې، له هوبۍ ولایت څخه بهر د چین په قلمرو کې د تصدیو د تولید او کار د بیا پیلېدو انډول له ۹۰٪ څخه اوښتی دی او په همدې سره په دغه هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله تر اوږدې مودې کاربندیز وروسته وضعیت د عادي کېدو په لور روان دی. د چین د انکشاف او اصلاحاتو ملي کمېټې ویاند منګ وې ویلي، د روانې مارچ میاشتې راهیسي، د هوبۍ ولایت په ګډون د چین په بازار کې د غلو دانو او غوړیو، غوښې او سبزیو بیې هم ثابت حالت ته راغلې دي. د نوموړي په وینا، له هوبۍ ولایت څخه دباندې د دغه هېواد په قلمرو کې د تصدیو د تولید کار د بیا شروع کېدو انډول له ۹۰ سلنې څخه اوښتی دی. هغه زیاته کړې چې له دې ډلې څخه په روانه میاشت کې په جه جيانګ، جيانګسو، شانګهای، شاندونګ، ګوانګشي او چونګ چينګ ښارونو کې دغه انډول ۱۰۰ فیصده ته نږدې وو.