د عربي رسنیو د راپورونو له مخې د سعودي عربستان حکومت ویلي چې په دغه هېواد کې به د یوې اونۍ لپاره د ښځینه لوبغاړو د یو لړ لوبو سیالۍ ترسره شي او دا به یو نړیوال تورنمنټ وي. تورنمنټ دوه پړاوه لري چې د بېلو لوبو سیالۍ پکې کېږي خو تر ډېره تمرکز پر ګلف لوبو دی. دا اتلولۍ به د ګلف په شاهي لوبغالي کې ترسره شي. لوبو ته له اروپا او د نړۍ له نورو برخو ښځینه لوبغاړې ورغلې دي او ویل کېږي چې د روغتیايي تدابیر په پام کې نیولو سره به دغه لوبې ترسره شي.