د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو وایي، که چېرته اذربایجان له نظامي لارې د نګورنو قرهباغ بحران حل کېده غواړي، ترکیه به یې د ارمنستاني اشغالګرو پر وړاندې تر څنګ ودرېږي. هغه زیاته کړې، په قرهباغ کې د ارمنستاني سرتېرو تحرکات د نړیوالو قوانینو او سیسټمونو خلاف دي او د یادو اقداماتو پر وړاندې نه یوازې دوی بلکې ټوله نړۍ باید خپل غږ اوچت کړي. اوغلو زیاته کړې، ارمنستان له ډیپلوماټیکو لارو د یادې موضوع د حل غوښتونکی نه دی او په غیر قانوني توګه د اذربایجاني خاورې د ۲۰ سلنه خاورې لاندې کولو هڅه کوي چې دا چاره هیچا ته د منلو نه ده.