د لسګونه چینایي ډاکټرانو او صحي مرستندویانو ډله ایټالیا ته ورسېده. د والسټرېټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې د چینایي ډاکټرانو دغه ۳۰۰ کسیزه ډله به په ايټالیا کې د کرونا ویروس له ناروغانو سره بېړنۍ مرسته کوي. دغه ډاکټران وایي دوی هڅه کوي له ایټالیوي ډاکټرانو سره د کرونا د پراختیا په مخنیوي کې خپلې تجربې شریکې کړي او دغه راز له شته ناروغانو سره بېړنۍ مرستې وکړي. چین همدا راز د ډاکټرانو ترڅنګ اړین مرستندوی توکي هم ایټالیا ته لېږلي دي. ایټالیا تر چین وروسته هغه هېواد دی چې د کرونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې پکې ثبت شوې دي او سلګونه کسان یې وژلي دي.