امریکا وایي په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړې کچې په مذاکراتو کې د باور فضا کمزورې کړې ده. زلمي خلیلزاد په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د بین الافغاني خبرو په لار کې تر ټولو ستر خنډ د تاوتریخوالي ډېروالی دی. خلیلزاد وایي د تاوتریخوالي ډېروالي د بې باورۍ فضا رامنځ ته کړې ده، چې په بین الافغاني مذاکراتو کې یې خنډونه جوړ کړي دي او ټولو اړخونه یې اندېښمن کړي دي. دده په خبره د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه بوږنوونکې ده او ټول په دې لټه کې دي چې دواړه لوري د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي. د خلیلزاد په وینا امریکا هم په دوحه کې له دواړو لورو د تاوتریخوالي د کمولو او د باور فضا د پیاوړي کولو غوښتنه کړې ده. خلیلزاد داسې مهال د تاوتریخوالي ډېروالی د اندېښنې وړ بولي چې تر دې وړاندې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم اوسنی وضعیت بوږنوونکی او د اندېښنې وړ بللی و.