لوېدیځو رسنیو ویلي چې امریکايي قوماندانانو افغانستان ته د تازه دمو ځواکونو لېږل او له دې هېواده د پوځیانو ایستل درولي دي. د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان ویلي، چې امریکا خپل ۱۵۰۰ پوځیان او ملکیان، چې په وروستیو کې افغانستان ته راغلي، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره قطرنطین کړي دي. د نورو پوځیانو، چې د ماموریت دوره یې پوره شوې او باید نور له افغانستان ووځي، په افغانستان کې د پاتې کېدو موده ممکن وغځول شي. دا اعلان په داسې حال کې کیږي چې له طالبانو سره د امریکا د هوکړې له مخې امریکا باید په پاتې شاوخوا دریو میاشتو کې له افغانستان ۴۶۰۰ سرتېري وباسي.