د ناټو سرمنشي ینز ستولټنبرګ په بروکسل کې ویلي، دا سازمان په افغانستان کې پر روانې سیاسي ګډوډۍ اندېښمن دی. نوموړي پر افغان سیاسي ډلو غږ کړی چې روان وضعیت ته یو ټولشموله حل ومومي. سټولټنرګ همدا راز ویلي، افغان سیاستوال باید د دې توان ولري چې له طالبانو سره هوکړه عملي کړي. د ناټو سرمنشي یو ځل بیا تینګار کړی چې په افغانستان کې یې د پوځیانو کمېدل مشروط دي، او له طالبانو یې غوښتي چې خپلې هوکړې ته ژمن پاتې شي. نوموړي ویلي، د امریکا او طالبانو د هوکړې یوه تر ټولو مهمه برخه د بین الافغاني خبرو پیلېدل دي. سټولټنبرګ ویلي، دوی په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره یو داسې سیاسي بهیر غواړي چې مشري او واک یې له افغانانو سره وي.