مهمه نه ده چې همدا اوس په کوم حالت کې یاستی، ممکن د تصور شوې بریا تر ټولو په ښه موقف کې یاستی، ممکن همدا اوس د هڅو او خپل مسیر د پيدا کولو په حال کې یاستی، موږ ټول لږ تر لږه یو ګډ ټکی لرو (ممکن له یوه زیات وي، ولې زه پر همدې یوه باوري یم.) موږ خپله د خپل ځان او ژوند ښه والی غواړو، دا په دې مانا نه ده چې موږ او زموږ ژوند په ستونزو کې راګیر یو، انسان هر وخت په دروني میل سره د رشد او پرمختګ لپاره دې دنیا ته راځي، زه باوري یم چې موږ ټول دغه ذهنیت لرو. په عین وخت کې موږ ټول سهار په داسې حال کې له خوبه را پاڅېږو چې نننی سهار مو له پروني سهار سره چندانې توپير نه لري.
د کتاب لیکوال وايي، د یو لیکوال، ویناوال او د بریا د یو مربي په حیث زما دنده دا ده، څو خلکو ته وښیم چې څنګه کولای شي خپله نامحدوده دروني انرژي را ښکاره کړي. د یو لارښود په حیث مې خپل ژوند، انساني دروني انرژۍ ته وقف کړی دی. په کلک باور درته ویلای شم چې د «سهار وختي پاڅېدو اغېز» کتاب په دې اړه تر ټولو ښه پایله ورکوونکی او بدلون را منځ ته کوونکی کتاب دی، چې کولای شی د ژوند په بېلابېلو برخو کې ترې استفاده وکړئ.
دا کتاب کولای شي د ډېرو کسانو په ژوند کې لوی لوی بدلونونه راولي او هغوی د ژوند تر ټولو هغو ښو مرحلو ته ورسوي، چې مخکې د هغه لاس ته راوړل ډېر ناممکن وو. ډېره ګټه وټه کول، د کسب و کار پرمختګ او ډېر مشتریان جلبول کولای شو له دغو لاس ته راوړنو یاد کړو.
په هغو برخو کې د خپلې خوښې وړ بریا لاس ته راوړل د هغو نورو لارو چارو په واسطه رامنځ ته کېږي، چې تر ډېره ناممکنې بلل شوې وي. دغه لاس ته راوړنې کېدای شي د روغتیا، خوښ اوسېدو، اړیکو پاللو، مالي مسایلو او یا هم په ځینو نورو برخو کې وي.
د هغو کسانو لپاره چې هغوی په ستونزو او یا هم ذهني، احساسي، فزیکي او یا هم مالي مسایلو کې له ستونزو او ګډوډۍ سره مخ وي، دغه کتاب په څو څو وارې دا ثابته کړې چې هغوی پر دغو په سترګو نه حل کېدونکو ستونزو برلاسي شوي، هغوی شرایط بدل کړي او بالاخره بریا ته رسېدلي.
غواړم چې په څو مهمو برخو کې تاسې ته ځینې مهم او اړین بدلونونه وښيم: د ژوند په ټولو برخو کې مو د مثبت بدلون راوستو ته اماده اوسئ. تاسې د همدې بدلونونو لپاره همدا تر ټولو ښه کتاب غوره کړی دی. تاسې په سترګو او ذهن د هغو ناممکن بلل شوو معجزو پر سفر راوتي یاستی، چې کولای شی د یو اوږد بدلون په طی کولو سره مو خپل ژوند بدل کړی او دا هرڅه هره ورځ د سهار تر اتو بجو مخکې رامنځ ته کېږي.
د «سهار وختي پاڅېدو اغېز» کتاب تر اوسه په نړۍ کې د زرګونو خلکو ژوند بدل کړی دی. زه خپله له هغو کسانو یو یم او کولای شي چې ستاسې په ژوند کې د مثبت بدلون راوستو لپاره هم اغېزناک رول ادا کړي.
مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.