د استراليا ښځينه کرکټ ملي لوبډلې په دريمه يو ورځنۍ لوبه کې هم نيوزيلنډ ته په ستر توپير ماتې ورکړه او د يو ورځنيو لوبو لړۍ يې درې په صفر سره په خپل نوم کړه. په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې پچه د نيوزیلنډ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. استراليا ښځینه کرکټ لوبډلې په ټاکلو۵۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۳۲۶ منډو هدف ورکړ، چې ريچل هاينس پکې ۹۶ او هيلي ۸۷ منډې جوړې کړې. د نيوزيلنډ لپاره اميلیا تر نورو ډېرې ۳ ویکټې ترلاسه کړې. په ځواب کې یې د نيوزيلنډ لوبډلې په ۲۷ اورونو کې يوازې ۹۳ منډې جوړې کړې او لوبه يې د ۲۳۲منډو په ستر توپيربايلوده. د يادې لوبې او لوبلړۍ غوره لوبغاړې ريچل هاينیس ونومول شوه. د يادولو ده چې تر دې وړاندې اسټرالیا ښځینه لوبډلې په شل اوريزو سياليو کې هم نيوزيلنډ ته دوه د يو پر وړاندې ماتې ورکړې وه.