د افغانستان ملي مالي صندوق کارکوونکي وایي، ولسمشر دا صندوق د غلطو معلوماتو پر بنسټ لغوه کړی دی. دوی غوښتنه کړې ده چې د دې صندوق د لغوه کېدو عوامل دې د یو بې طرفه کمیسیون له لوري په بشپړه توګه وڅېړل شي. هغوی زیاته کړې، د پرېکړو د عالي بورډ له لوري ولسمشر ته په لېږل شوې راپور کې د دې بنسټ په اړه غلط معلومات ورکړل شوي دي. د راپورونو له مخې، په دې اداره کې یوازې تنخواګانې اخیستل کېدې او تش پروپوزلونه پکې ښکته او پورته کېدل. په ورته وخت کې په دغه اداره کې فساد خپل اوج ته رسېدلی وو او کومه لاسته راوړنه یې نه لرله، چې څه موده وړاندې ولسمشر غني د یو فرمان په خپرولو سره لغوه کړ.