د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز وایي، چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې یې د کرونا ۹۷ مشکوکې پېښې څېړلې دي چې له دې ډلې لس یې مثبتې وې. په دې توګه د کرونا د مثبتو پېښې شمېر ۳۴ ته رسېدلی دی. د فیروز په خبره درې نورې مثبتې پېښې په هرات، دوې په زابل، یوه یوه په کندهار، بلخ او غزني کې او دوې پېښې په کابل کې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزیر دغه راز له وسله والو طالبانو هم غوښتي چې په خپلو سیمو کې د کرونا ویروس د پراختیا مخه ونیسي او روغتیايي کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې خپل خدمات وړاندې کړي. فیروز دغه راز د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره له ولسمشرۍ ماڼۍ غوښتي چې هرات ښار قرنطین کړي. هغه همدا راز وویل چې به کابل ښار کې خطر تر هر څه لوړ دی او د کابل ښاریانو ته یې خبرداری ورکړ چې که احتیاط و نه کړي نو ښایي په راتلونکو دوو اونیو کې د مثبتو پېښو شمېر ډېر شي.