د کندوز د ولایتي شورا غړي وایي چې تېره ورځ په هوايي بریدونو کې د کندوز په دوو ولسوالیو کې پنځلس ملکیان وژل شوي دي. دوی له مرکزي حکومت وغوښتل چې د پېښو په اړه پلټنه وکړي او ولس ته واضح ځواب ورکړي. د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي امان الله ویلي چې پرون یکشنبه په امام صاحب ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۱۱ ملکیان وژل شوي دي. ددغه ولایت د ولایتي شورا یوه بل غړي مولوي عبدالله بیا ویلي چې په دشت ارچي کې هم څلور ملکیان په هوايي برید کې وژل شوي. دوی وایي معلومه نه ده چې برید افغان ځواکونو کړی که بهرنیانو خو د افغان حکومت مسوولیت دی چې د خپلو خلکو ساتنه وکړي او ددغه ډول بریدونو مخنیوی وکړي.