کابل کې د المان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له خپلو ټولو وګړو غوښتنه کړې ده چې په موقت ډول له افغانستان څخه ووځي. په اعلامیه کې له افغانستانه د الماني وګړو د وتلو لامل په دغه هېواد کې د کرونا ویروس احتمالي پراختیا بلل شوې ده. المان سفارت دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۰ ته پورته شوی دی. بلخوا د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی دی چې که له دې وژونکي ناروغۍ سره پیاوړې مبارزې ونشي او وقایوي روغتیایي سپارښتنې په جدي ډول په پام کې ونه نیول شي نو تر راتلونکو دوو اوونيو پورې به پر دې ناروغي د اخته کسانو شمېر کې په بېسارې ډول زیاتوالی راشي.