خورشید د لوړو زده کړو خصوصي موسسې په ۱۳۹۳ کال کې له لوړو زده کړو وزارت څخه د فعالیت جواز تر لاسه کړی، خو رسمي چارې یې بیا په ۱۳۹۴ کال کې پیل کړې دي. د خورشید د لوړو زده کړو خصوصي موسسې علمي مرستیال ښاغلی جمال الدین وایي، چې د لوړو زده کړو دغه موسسه تر اوسه پورې دوه پوهنځي(اقتصاد او حقوق) لري. دی وایي، دا چې د لوړو زده کړو وزارت د ولسمشر په امر په خصوصي پوهنتونونو کې د نویو پوهنځیو تاسیس ځنډولی دی، نو دوی هم تر اوسه پورې کوم بل پوهنځی نه دی فعال کړی، خو که اجازه ورکړل شي، ځینې نور پوهنځي به هم فعال کړي او محصلین به ورته جذب کړي. ښاغلی جمال الدین وایي چې حقوقو پوهنځی یې دوه ډېپارټمنټونه (قضا او څارنوالي او اداره او ډيپلوماسي) او اقتصاد پوهنځی یې هم دوه ډېپارټمنټونه (بي بي اې او بي بي اي) لري.
د خورشید د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال وایي، د فعالیت په لومړي کال یې دواړو فعالو پوهنځيو ته د ۲۰۰۰ په شاوخوا کې نوي محصلین جذب کړل، خو وروسته وروسته یې د جذب کچه کال په کال را ټیټه شوې ده. دی وایي، اوسمهال په کلني ډول د ۳۰۰ په شاوخوا کې نوي محصلین جذبوي. په خورشید د لوړو زده کړو موسسه کې د ورځې په څلورو وختونو کې محصلین د زده کړو لپاره را غوښتل کېږي. دا چې په خصوصي پوهنتونونو کې تر ډېره هغه کسان زده کړې کوي، چې د ورځې په اوږدو کې دندې لري او یا هم په کوم دولتي پوهنتون کې زده کړې کوي، نو د پوهنتون ادارې هم اړ دي، چې د خپلو محصلینو لپاره د ورځې په بېلابېلو برخو کې د زده کړو زمینه برابره کړي.
ښاغلی جمال الدین وایي چې خورشید د لوړو زده کړو موسسه د نورو خصوصي پوهنتونونو په پرتله د خپلو محصلینو لپاره ځانګړی تخفیف لري. دی وایي، لومړی خو په ټوله کې د محصلینو لپاره تخفیف په پام کې نیول شوی دی، خو په ځانګړې توګه بیا ښځینه محصلینو ته د نارینهوو په پرتله ډېر تخفیف ورکوي.
خورشید د لوړو زده کړو موسسې د خپلو محصلینو لپاره د موسسې په د ننه کې مجهز او غني کتابتون جوړ کړی دی. د ښاغلي جمال الدین په خبره، د فعالو دوو پوهنځیو اړوند یې د ۳ زرو په شاوخوا کې اړوند مسلکي او نور اړین کتابونه په خپل کتابتون کې ځای پر ځای کړي دي، څو یې محصلین او استادان مطالعه کړي او خپلې وړتیاوې لوړې کړي. دغه راز یې د آزادې مطالعې لپاره هم ډېر ګټور کتابونه د محصلینو په واک کې ورکړي دي. د فزیکي کتابتون تر منځ خورشید د لوړو زده کړو موسسه یو ډیجیټلي کتابتون هم لري، چې ډېر کتابونه یې پکې ځای پر ځای کړي دي.
د خورشید د لوړو زده کړو موسسې اداره وایي، چې په کور د ننه له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري، خو په ځانګړې توګه له البیروني دولتي او افغانستان خصوصي پوهنتون سره د علمي اړیکو هوکړې هم لري. ښاغلی جمال الدین وایي، تر اوسه پورې له هېواده بهر له کوم پوهنتون سره اړیکې نه لري، خو په پام کې لري چې په راتلونکې کې له ځینو بهرنیو پوهنتونونو سره د علمي اړیکو هوکړې ولري، څو خپل فارغ شوي محصلین او ځینې استادان د نورو لوړو زده کړو لپاره ور واستوي او له تجربو یې ګټه واخلي.
د نوموړي په خبره، فارغ شویو محصلینو ته یې تر اوسه پورې هغه ډیپلومونه نه دي ورکړي، کوم چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا توضیح کېږي، خو دوی فارغ شویو محصلینو ته د ادارې او لوړو زده کړو وزارت لخوا تایید شوې تصدیق پاڼې ورکوي، چې محصلین کولای شي چې د دې تصدیق پاڼو پر مټ په کومه اداره کې دنده واخلي او یا هم نورې لوړې زده کړې ور باندې وکړي.
د ښاغلي جمال الدین په خبره، د لوړو زده کړو په موسسه کې یې د محصلینو لپاره ټول هغه امکانات برابر کړي، چې یو پوهنتون او یا هم د لوړو زده کړو یوه موسسه یې باید ولري. اونیز او میاشتني ورکشاپونه، سمینارونه او غونډې هغه څه دي چې د محصلینو د وړتیا لوړولو لپاره یې دایروي. دغه راز یې محصلینو ته د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو زمینه هم برابره کړې ده، څو مسلکي او تجربه لرونکي کسان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.
د استادانو علمي سویه لوړول، په ملي او نړیواله کچه د موسسې علمي کیفیت لوړول، د نورو پوهنځیو اېجادول، له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع کول او په ځینو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرام پیلول د خورشید د لوړو زده کړو موسسې راتلونکي پلانونه دي.
د دې موسسې اداره د لوړو زده کړو وزارت له کړنو خوښه ده او په وینا یې دغه وزارت باید خصوصي پوهنتونونه تر څار لاندې ونیسي، څو ټول خصوصي پوهنتونونه د لوړو زده کړو وزارت له مقرراتو سره سم فعالیت وکړي. دوی د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت پروګرام ستایي چې په خبره یې په دې کار سره به د فعالو او غیر فعالو پوهنتونونو تر منځ توپیر وشي. د دې موسسې علمي مرستیال وایي، چې د قانون د مادې له مخې، لوړو زده کړو وزارت باید له خصوصي پوهنتونونو څخه څار وکړي او تر څنګ یې هغه امکانات ورته برابر کړي، چې له مخې یې خصوصي پوهنتونونه پرمختګ کولای شي او پر خپلو پښو ودرېږي.
خصوصي پوهنتونونه نن سبا په ټوله نړۍ کې دود دي، چې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې له دولتي پوهنتونونو سره څنګ پر څنګ فعالیت کوي او خلکو ته یې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې ده. اوسمهال تر ډېره د نړۍ په کچه هغه پوهنتونونه چې په رنکېنګ یا درجه کې دي، ډېری یې خصوصي پوهنتونونه دي. په افغانستان کې هم له ۲۰۰۶ کال راهیسې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې خصوصي پوهنتونونو هم فعالیت پیل کړی دی، چې ان د ماسټرۍ تر کچې پورې پکې لوړې زده کړې کېږي. ځینې پوهنتونونه یې ښه ځلېدلي، خو د خلکو په خبره، د ځینو د زده کړو کیفیت ښه نه دی. د دې هر څه تر څنګ، ځینې خصوصي پوهنتونونه له لوړو زده کړو وزارت څخه شکایت کوي، چې د پرمختګ په برخه کې ور سره همکاري نه کوي او ځینې داسې طرحې یې ورته وضع کړې دي، چې خصوصي پوهنتونونه یې په پلي کولو کې پاتې راځي او په اوس وخت کې یې د پرمختګ مخه نیسي. لوړه مالیه اخیستل هم د خصوصي پوهنتونونو په مخ کې بل هغه خنډ دی، چې د پرمختګ مخه یې ډپ کړې ده.
حمیدالله حمیدي