د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په قطر کې د طالبانو ددفتر له مشرانو سره کتلي دي. د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې مایک پمپیو له کابل قطر ته تللی دی او هلته یې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو له مذاکراتي پلاوي سره کتلي دي. بلخوا د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دوحه کې له ملابرادر او نورو طالب استازو سره کتلي دي. دده په خبره په دې لیدنه کې د سولې په برخه کې پر پرمختګونو، د ځواکونو پر کمولو او نورو مسایلو بحثونه شوي دي. شاهین وایي پمپیو ژمنه کړې چې ټول امریکایي سرتېري به له افغانستان وځي او د سرتېرو د کمولو لړۍ روانه ده.