د اکسپرس ټربیون په نامه یوې پاکستاني ورځپاڼې لیکلي چې پر طالبانو د امریکایي ځواکونو وروستیو هوایي بریدونو له دغه هېواد څخه د امریکایي سرتېرو وتلو په اړه شکونه پیدا کړي دي. راپور کاږي، په افغانستان کې دوامداره تاوتریخوالی به د امریکا-طالبانو هوکړه بې اغېزې کړي او په پایله کې به یې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو موضوع لا پېچلې شي. د ورځپاڼې په باور که څه هم طالبان پوهېږي چې پخوانۍ تېروتنې به یې واک ته د رسېدو مخنیوی وکړي خو بیا یې هم جګړو ته دوام ورکړی دی خو د ورځپاڼې په خبره، واک ته رسېدل جوړجاړي ته اړتیا لري، نه جنګ جګړو ته. ورځپاڼه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پښتون سیاستوال افراسیاب خټک پرون په یوې لیکنه کې ویلي وو چې پاکستان له بېلو لارو افغانستان کې د خپلو موخو تر لاسه کولو په هڅه کې یوې لوبې ته منتظر دی.