امریکا وایي ایران دې د خپلو ماتو او ناسم مدیریت پړه پر دوی نه اچوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي دارو درمل، روغتیايي توکي او خواړه ددوی په بندیزونو کې نه دي شامل او ایران یې وارداتو ته ادامه ورکړې ده. د سرچینې په خبره ایران هڅه کوي د خپل ناسم مدیریت پړه پر امریکا واچوي او د ایران تش په نامه مشران لا هم د خپل ولس تباهۍ ته ناست دي. امریکا پر ایراني وګړو غږ کړی چې دوی یې مرستې ته تیار دي او دغه هېواد ته په ورتلونکو بشردوستانه مرستو هېڅ ډول بندیز نه دی وضع شوی. تر دې وړاندې ایراني مشرانو ویلي وو چې له کرونا سره مبارزه کې امریکا تر ټولو ستر خنډ دی او بندیزونه یې ددې لامل شوي چې ایران ته مرستې و نه رسېږي.