تمه وه او داسې ژمنې هم کېدلې چې د امریکا او طالبانو تر هوکړې وروسته به تاوتریخوالی بند او یا هم کم شي. وروسته بیا ویل کېدل چې د بین الافغاني خبرو له پیل سره به تاوتریخوالی کم شي، خو له بده مرغه داسې ونه شول. پر لویو ښارونو بریدونه کېږي، لویې چاودنې کېږي، موټر بم بریدونه کېږي، پر پوستو بریدونه کېږي او ګڼې نورې پېښې. د نوې لار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت او د پوهنتون استاد ښاغلی ناصر شفیق. د خپرونې کوربه اسد وحیدي دی. بشپړه خپرونه دلته اورېلای شئ.