د راپورونو له مخې، د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار په بسراق سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۱۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک ویلي، دا موټر چې له کابل څخه بامیانو ته پر لاره و د میدان ښار په بسراق سیمه کې پر سړک غاړې ماین وربرابر شوی دی. د هغه په خبره، د چاودنې په پایله کې لس ملکي وګړي وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي. ویل کېږي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. تر اوسه د یادې چاودنې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.