د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په خپلو تازه څرګندونو کې د سولې پروسه کې وروستیو بندښتونو ته په اشارې ویلي، له دوې لسیزې جګړې وروسته ښکېل اړخونه د خبرو مېز ته سره کېني، د افغانانو تمه دا وه چې دا پروسه پرمختګ وکړي او دده په وینا، خبرو ته د دواړو اړخونو حاضرېدل په خپله یو تاریخي پرمختګ او غوره فرصت دی. نوموړي زیاته کړې، اوربند ته رسېدل وخت ته اړتیا لري او د دوی هڅه دا ده چې د خبرو له لارې سراسري اوربند ته لار هواره کړي. نوموړي له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي، د امریکایي ځواکونو وتلو بهیر به د کال تر پایه دوام پیدا کړي خو یو شمېر به یې افغانستان کې پاتې شي. نوموړي پر افغان سوله د امریکا د ټاکنو اغېز ته په اشارې زیاته کړې، د امریکا دوه حاکم ګوندونه د سولې په اړه د نظر اختلاف لري خو مهمه دا ده چې سوله افغانان غواړي او دې هدف ته به رسېږي. عبدالله د خپلو خبرو پر دوام د دې پوښتنې په ځواب کې چې بایډن په دې باور دی چې افغانستان هیڅکله یووالي ته نه شي رسېدلی او د حل لاره د دغه هېواد تجزیه ده وویل، بایډن به خپل کار کوي، افغانان متحد وو، متحد به پاتې کېږي او دی هیله لري چې د افغانستان خلک په راتلونکي کې هم تر یو چتر لاندې په سوله او ارامي کې ژوند وکړي.