د غازي امان الله خان جام یو ورځنیو سیالیو په لړ کې مس عینک لوبډلې په الیمنیټر لوبه کې بند امیر لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه. په دې لوبه کې بندامیر لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره مس عینک ته د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه. د بند امیر لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې درویش رسولي تر ټولو ډیرې ۵۲ منډې جوړې کړې او د مس عینک لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې ضیا الرحمن د ۲۶ منډو په ورکولو سره ۵ لوبغاړي وسوځول. په دویمه پاڼۍ کې مس عینک لوبډلې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۷،۴ اورونو کې ورکړل شوی هدف ترلاسه کړ او لوبه یې د ۷ ویکټو په توپیر وګټله او پایلوبې ته لار پیدا کړه. د مس عینک لپاره په توپ وهنه رحمت شاه ۶۸ ناسوځېدلې منډې جوړې. د لوبې غوره لوبغاړی پکې ضیا الرحمن شو، چې په ۱۰ اورونو کې یې د۲۶ منډو په ورکولو سره ۳ اورونه میډن کړل او ۵ لوبغاړي یې وسوځول. ټاکل شوې د غازي امان الله خان جام یو ورځنیو سیالیو پایلوبه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۲ مه نیټه د امو او مس عینک لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
خبریال: عزت الله احمدزی