د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې دغه سازمان په افغانستان کې د خپل پراخ ماموریت ترسره کولو لپاره ۱۲زره سرتېري لري. هغه زیاته کړې، چې دوی د سولې پروسې د یوې برخې په توګه په دغه هېواد کې د خپلو ځواکونو حضور تنظیم کړی دی او څو چې دوی ډاډه شوي نه وي پوځیان به یې په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو حضور په شرایطو پورې تړلی دی. د یادونې ده چې ناټو وړاندې تر دې هم تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې د افغان ځواکونو د ملاتړ ژمنه کړې ده.