د غازي امان الله خان په نوم د زونونو په کچه د لیست اې ۵۰ اوریزو سیالیو په پایلوبه کې مس عینک لوبډلې امو ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دې پایلوبې په ګټلو سره یې له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه. په دې پایلوبه کې د لوبې بچه مس عینک لوبډلې وګټله او امو لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه. امو لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدوسره سیالې لوبډلې ته د ۲۶۱ منډو هدف ورکړ، چې په توپ وهنه کې د امو لپاره تر ټولو ډیرې ۱۰۷ منډې عبدالمالک جوړې کړې او په توپ اچونه کې د مس عینک لپاره بیا ضیاالرحمن اکبر، ظاهر خان او ضیا الرحمن دوه دوه لوبغاړي وسوځول. په دویمه پاڼۍ کې مس عینک لوبډلې د ۲۶۱ منډو هدف په ۴۶.۱ اورونو کې پوره کړ او لوبه یې د ۷ ویکټو په توپیر وګټله. د لوبې غوره لوبغاړی پکې رحمن الله ګربز شو، چې په ۱۰۰ توپونو یې ۱۲۸ منډې جوړې کړې وې.