لانګ وار ژورنال په ننګرهار کې د داعش پر ضد د امریکا د هوایي عملیاتو وروستي رپوټ ته په کتو ویلي چې،د داعش پر ضد عملیات د طالبانو پر مستقیمه غوښتنه او ملاتړ تر سره شوي دي، واشنګټن پوست په یوه وروستي راپور کې د امریکایي نظامي چارواکو له قوله ویلي وو چې ننګرهار کې د داعش پر ضد طالبانو چریکي او امریکا هوایي عملیات پیل کړي چې،د دواړو لورو له خوا په همغږۍ مخ ته ځي او ممکن نور دیته ورته عملیات هم وکړي،لانګ وار ژورنال ویلي چې د دوحې د پټو او ښکاره تړونونو په اساس امریکا او طالبان د تړون نویو عملي کیدونکو برخو ته داخل شوي او نیږدې راتلونکي کې به نور مهم بدلونونه هم تر سترګو شي، بلخوا طالبانو په یوه اعلامیه مې د واشنګټن پوست وروستی راپور رد کړی او دا یې د طالبانو پر ضد تبلیغاتي جګړه بللې ده، طالبان وایي ننګرهار کې امریکا د داعش پر ضد کوم عملیات نه دي کړي او څو ځله د امریکایي ځواکونو له خوا طالبانو ته مزاحمت هم شوی او نه دي پریښودل شوي چې داعشیان وځپي.