امریکایي ځواکونو په افغانستان کې پر ښکېلو لورو د تاوتریخوالي د کمولو غږ کړی دی. په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي د کرونا مخنیوی په عادي حالت کې سخت دی، نو په جګړو او تاوتریخوالي کې دغه چاره لا سختېږي. نوموړي ویلي چې د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره باید ښکېل اړخونه سره همکاري وکړي او له جګړو لاس واخلي. دده په خبره کرونا ویروس ټوله نړۍ متاثره کوي او ددې وخت دی چې په افغانستان کې یې هم پر وړاندې تدابیر ډېر شي. میلر داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې تازه په افغانستان کې د مېشتو څلورو امریکايي عسکرو د کرونا د معایناتو نتیجه مثبته ښوودل شوې ده. ښايي په دې سره ددوی په منځ کې ددغه ویروس پېښې ډېرې شي.