روسیې پر افغانستان د یو میلیارد ډالرو مرستې کمول غندلي دي. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي هغه لاره چې امریکا د افغانستان د ستونزې د حل لپاره غوره کړې ناسمه ده. دده په خبره امریکا د فشار زیاتولو لپاره هڅه کړې ده پر افغانستان یو میلیارد ډالر مرستې کمې کړي چې دا غیر معقوله لار ده او افغانستان په دې حساسو شرایطو کې لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري. دده په خبره پمپیو د جوړجاړي او ستونزې په حل کې ناکام شوی دی نو ځکه یې هڅه وکړه پر افغانستان دغه ډول فشار راولي. کابلوف دغه راز له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو هرکلی کړی دی او په خبره یې هیله لري دغه بهیر په سمه توګه مدیریت شي او بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.