په امریکا کې د کرونا ویروس له پراختیا سره هممهاله ددغه هېواد په نظامي برخه کې هم د لسګونه مثبتو پېښو د ثبت راپورونه ورکړل شوي دي. تازه د امریکا د ستر ښار نیویارک د پولیسو چارواکو ویلي چې په دغه ویروس ۲۰۰ پولیس اخته شوي دي او د لسګونه نورو معاینات تر څېړنې لاندې دي. د پولیس چارواکو په خبره تر ۲۵۰۰ پولیس به معاینه شي او د اخته کسانو شمېر ښايي تر دې هم ډېر شي. امریکا کې کرونا ویروس د چټکې پراختیا په حال کې دی چې یوازې په نیویارک کې تر دې دمه د ۱۵ زره مثبتو پېښو د ثبت راپور ورکړل شوی دی.