په کابل کې پر کوثر تعلیمي مرکز د برید په اړه لا هم جدي پوښتنې او شکونه شته. د دغو بریدونو پړه په ظاهره داعش اخیستې، خو په دې اړه خپره شوې اعلامیه مشکوکه ده او ځینې څېړونکو هغه جعلي بللې ده. په بغداد پوهنتون کې یو استاد حسین برزاني چې په همدې اړه څېړنې کوي، دا اعلامیه جعلي ګڼلې ده او ویلي یې دي چې اعلامیه د هغې اعلامیې کاپي ده چې داعش د افریقا په کانګو جمهوریت کې د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره خپره کړې ده. په دغه اعلامیه کې برید د هغه برید دوام ګڼل شوی چې په کانګو کې داعش د خپلو اسیرانو د خلاصون لپاره کړی و او هغه ته یې «غزوه البوا النداء» ویلي وو. په داسې حال کې دلته نه بندیان خوشې شوي او نه هم دا ډول برید ته داعش د «غزوه» کلمه کاروي.
داعش په افغانستان کې له همغه پیله د استخباراتي کړیو لپاره د یو لاسپاک په توګه کارول کېده. هر ډول جنایت، وحشت او برید چې د سیاسي موخو لپاره کېده، د داعش په نامه به کېده، خو په اسانۍ درک کېدله چې د برید موخه څه وه او چا به کړی و. اوس هم له دې بریده ښکاري چې د مشخصو سیاسي موخو لپاره شوی او استخباراتي کړۍ پکې لاس لري. له څه وخت راهیسې په منظم او سیستماتیک ډول هڅه روانه ده چې د سولې هره هڅه شنډه شي، د جګړې دوام ته لاره برابره شي او نړیوالو او افغانانو ته داسې یو تصویر ورکړل شي چې د سولې خبرې نه بریالۍ کېږي او که بریالۍ هم شي، نو د جګړې لپاره به نورې ډلې او په ځانګړي ډول داعش وي. له همدې امله منظمه هڅه روانه ده چې د اسانه هدفونو په نښه کولو سره همدا تصویر ایجاد شي. تعلیمي مرکز تر ټولو اسانه او پاک ځای دی چې وحشیان پکې زیات وحشت کوي او غواړي د خلکو زیاته کرکه او نفرت را وپاروي او هغوی داسې غبرګون ښودلو ته اړ کړي چې ورسره د سولې پروسه تخریب شي. له همدې امله دغه ډول وحشیانه، پېچلې او خونړي بریدونه کېږي. دا به اوس ماشوم هم ونه مني چې د برچي په کوڅو کې دومره نفوذ وکړي او هلته بیا دغه ډول بریدونه وکړي. له همدې امله هر څه روښانه دي او هر څوک درک کوي چې دا بریدونه د سیاسي موخو لپاره کېږي. ان که داعش رښتیا هم کړی وي، نو داعش د دغه برید لپاره کارول شوی، څو وحشیان خپلو موخو ته ورسیږي.
اوس پکار ده چې دې برید ته غبرګون خورا منطقي او عاقلانه وي، ځکه زموږ دښمن باید هغه هدف ته ونه رسیږي، چې له دې برید څخه یې ترلاسه کول غواړي. له همدې امله موږ باید په ټول قوت او ځواک د سولې غوښتنه او ملاتړ وکړو او د سولې لپاره خپل غږ، فشار او کار همداسې جاري وساتو، څو د جګړې د دوام شوقیان، زموږ د وینو تږي او د سولې دښمنان بریالي نه شي. غوره او مناسب غبرګون د سولې دوام او د جګړې مخالفت دی او دا د هر افغان دنده او مسوولیت دی چې همدا کار وکړي.