په کابل ښار کې د سیکانو پر یوه عبادتځي کې وسله واله نښته لا هم روانه ده. د لومړنیو راپورونو له مخې وسله وال د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سیکانو یوه درمسال ته ننوتي او ډزې یې پيل کړې دي. دمګړی نښته د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ روانه ده. د وسله والو شمېر نه دی په ډاګه شوی خو ویل کېږي چې په دغه پېښه کې تر دې دمه لس کسه وژل شوي دي. ویل کېږي چې د برید پر مهال شاوخوا ۱۵۰ کسه په دغه درمسال کې په عبادت بوخت وو. هندوان او سیکان د افغانستان مذهبي اقلیت دی او له لسیزو راهیسې په ازادانه توګه خپل مذهبي مراسم ترسره کوي خو دا لومړی ځل دی چې ددوی پر عبادتځای برید کېږي.